کابل- ایرنا- د نړیوالو چارو یو شمېر شنوونکي وايي، د ایران سلامي جمهوریت له لوري پر اشغالي سیمو د وعده صادق عملیاتو امریکا او اسرائیلو ته باج ورکوونکي هېوادونه د غفلت له خوبه راویښ او دا یې ورته وشوده چې د درواغجنو قدرتونو پر وړاندې درېدا ښې پایلې لري.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ایران اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک د وري ۲۵ مه د یوې اعلامیې په خپرولو د سوریې په دمشق کې د دوی پر قونسلګرۍ د اسرائیلو د برید په غچ کې د وعده صادق عملیاتو او د اسرائیلو پر اهدافو او اشغالي سیمو د لسګونو راکیټي او بې پیلوټه الوتکو د بریدونو خبر ورکړی وو.
 

د نړیوالو چارو شنوونکي وايي، د ایران اسلامي جمهوریت د وعده صادق عملیات د امریکا او اسرائیلو ټولې هغه محاسبې او معادلې ور ګډوډې کړې، چې په منځني ختیځ کې یې درلودې.
 

د نړیوالو چارو شنوونکي لطیف سجادي نن دوشنبې د غوايي ۳ مه ایرنا خبري آژانس ته و ویل: پر اسرائیلو د ایران برید د ایران، اسرائیلو او منځني ختیځ په تاریخ کې یوه بې مخینې حمله وه، هېچا ته جرائت نه شو کولای چې پر اسرائیلو برید وکړي، اسرائیل په همدې فکر وو ځکه یې سوریه کې د ایران په قونسلګرۍ برید وکړ او دا تصور یې کله هم ناکاوه چې ایران به پر دوی کارنده ګذار کوي.
 

د نړیوالو چارو دغه شنوونکي څرګنده کړه: پر اسرائیلو د ایران برید د نړۍ دا تحلیلونه او وړاندوینې چې ویل یې پر اسرائیلو هېڅ برید نه کېږي په مکمل ډول شاه ته وغورځولې او په منځني ختیځ کې یې یوه تازه رڼا پرانسته.
 

سجادي زیاته کړه: د دغه برید اغیزې په مینځني ختیځ په تېره بیا په هغو عربي هېوادونو چې له اسرائیلو یې وېره لرله او امریکا او اسرائیلو ته یې باج ورکوي، ډېر ژور دی او د غاصبینو هېوادونو سترګې یې د امریکا او اسرائیلو پر وړاندې خلاصې کړې او دا یې ورته وښوده چې که د کاذبو هېوادونو پر وړاندې ودرېږي هغوی د درېدو توان نه لري.
 

هغه څرګنده کړه: تاسو خبر یاست چې د اردن هېواد په لومړیو کې اسرائیلو ته خپل ټول پوځی تاسیسات برابر کړل خو په ملګرو ملتو کې یې په ایران باندې د اسرائیلو دغه برید وغانده او له خوبه ویښ شو.
 

سجادي څرګنده کړه: په اسرائیلو باندې د ایران له برید وروسته به عرب هېوادونه د امریکا او اسرائیلو په وړاندې سترګې پټې نه کړې بلکې هغوی به د امریکا او اسرائیلو په وړاندې د ودرېدو جرئت پیدا کړي، لکه څنګه چې په ډېر لرې راتلونکې کې مونږ کولای شو. په منځني ختیځ او نړیوالو مسایلو کې ډراماتیک بدلونونه وګورو.

 

د «وعده صادق» عملیاتو امریکا ته باج ورکوونکي هېوادونه د غلفت له خوبه بیدا کړل

په ورته وخت کې د نړیوالو چارو کارپوه ویس ناصری ایرنا خبری اژانس ته وویل: له ۵۷ کلونو راهیسی هېڅ عربي هېواد په اسرائیلو د برید جرائت نه دی کړی خو دا لومړی ځل دی چې ایران د دغه رژیم د استکبار په ځواب کې په سلګونو توغندی او ډرون پر اسرائیلو ورشړي.

هغه په دمشق کې د ایران اسلامی جمهوریت په قونسلګرۍ باندې د اسرائیلو برید غیر منطقی وبلله  زیاته یې کړه: د اسرائیلو د دغه حملې په مقابل کې د ایران غچ اخیستونکی برید په حقیقت کې د امریکا او اسرائیلو د جنګی ملګرو حسابي انډول ګډوډ کړ او دا یې وښودله چې د ایران اسلامی جمهوریت د ځان د دفاع او د خپلو ګټو د بریدونو د ځواب ورکولو وړتیا ولري.
 

ناصري په اسرائیلو د ایران برید پر ځای وباله ویې ویل: دغه حملې د اسرائیلو د ملاتړو او غاصب حکومت ته یو پرېکنده او غاښ ماتوونکی ځواب وو او دا یې وښودله چې پر هغوی حمله کولای شي.
 

د نړیوالو چارو دغه کارپوه څرګنده کړه: د ایران اسلامی جمهوریت دغه زړور اقدام د ستایلو وړ دی او اسرائیل هم په دې پوه شول چې له یو ستر او هوډمن قدرت سره مخامخ دی چې په هره دقیقه کې د خبرو کولو پر ځای عمل کولای شي او نه به یې په وړاندې هېڅ تکبر وښیي. 

د نړیوالو چارو ټول کارپوهان او غربي قدرتونه په دې باور دي چې پر اسرائیلو باندې د ایران اسلامي جمهوریت برید هغه څراغ دی چې د نړۍ د معادلو د خرابېدو سبب ګرځي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .